۰

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ټولولو لړۍ پیل کړه

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۲
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او سیمه کې د ۲۸ میلیون بې وزله او اړمنو کسانو سره د مرستو راټولولو لړۍ یې پیل کړې ده.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ټولولو لړۍ پیل کړه
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او سیمه کې د ۲۸ میلیون بې وزله او اړمنو کسانو سره د مرستو راټولولو لړۍ یې پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ویلي، دوی په پام کې لري، چې ۴.۴۴ میلیارد ډالره مرسته راټوله او پر اړمنو افغانانو یې و وېشي.
 
ملګري ملتونه وایي د دې پروژې په مرسته به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسول شي او دغه راز به په ګاونډیو هېوادونو کې ۶ میلیونه نور افغانان ترې برخمن شي.

سرچینې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دوی به د دغه هېواد د اقتصاد پاشل کېدو مخنیوي برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.

یاد سازمان پر نورو مرستندویه بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دغه هېواد کې د یو بېساري بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي