۰
د امریکا د سولې انسټیټوټ:

 امریکا باید د افغانستان کنګل کړې پانګه آزاده کړي

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا د سولې انستېتیوت په یوه راپور کې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې پسې او مالي پانګه آزاده کړي.
 امریکا باید د افغانستان کنګل کړې پانګه آزاده کړي
د امریکا د سولې انستېتیوت په یوه راپور کې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې پسې او مالي پانګه آزاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، له افغانستان سره مالي مرستې، د امریکا او نورې نړۍ روابط او دغه راز د دغه هېواد له نوي دولت سره د پاکستان اړیکې به د افغانستان راتلونکې روښانه کړي.

په راپور کې ويل شوي، د پاکستان او افغانستان مثبتې اړیکې کولی شي د دواړو هېوادونو او دغه راز د سیمې له ثبات سر مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، یوازې بشردوستانه مرستې نه شي کولی افغانستان له اقتصادي بحرانه وباسي.

د امریکا د سولې انسټیټوټ وړاندیز کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې نهه میلیارده ډالر مالي پانګه ازاده او بېرته د افغانستان بانکونو ته ولېږدوي.

دا راپور پر داسې مهال ورکول کېږي چې یوې امریکایي رسنۍ سي ان ایس نیوز په یوه مطلب کې ویلي، بایډن په لوی لاس په دې لټه کې دي، چې افغانستان له نړیوالو هېر کړي او په دې توګه خپل ستر جنایت پټ کړي.

د مطلب لیکواله، آرېل ټورکو وایي دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی، خلک له لوږې مري، خپل اولادونه پلوري او زرګونه افغانان په دې لټه کې دي چې له خپل هېواد ووځي، خو د دې ټولو په منځ کې بايډن ځان بریالی بولي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، نړۍ دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په اړه د بايډن بې پروایي او ترسره کړی جنایت له خلکو هېر شي.

د هغه په وینا بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي او پلټنې ترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي