۰
سي ان ایس نیوز:

 بایډن هڅه کوي افغانستان له نړۍ هېر او خپل ستر جنایت پټ کړي

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۸
د سي ان اېس نیوز په نامه یوې امریکايي رسنۍ ویلي، چې د افغانستان په تړاو باید د امریکا ولسمشر جوبایډن تر ګرېوان ونیول شي.
 بایډن هڅه کوي افغانستان له نړۍ هېر او خپل ستر جنایت پټ کړي
د سي ان اېس نیوز په نامه یوې امریکايي رسنۍ ویلي، چې د افغانستان په تړاو باید د امریکا ولسمشر جوبایډن تر ګرېوان ونیول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاته کړې، بایډن په لوی لاس په دې لټه کې دي، چې افغانستان له نړیوالو هېر کړي او په دې توګه خپل ستر جنایت پټ کړي.

د مطلب لیکواله، آرېل ټورکو وایي دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی، خلک له لوږې مري، خپل اولادونه پلوري او زرګونه افغانان په دې لټه کې دي چې له خپل هېواد ووځي، خو د دې ټولو په منځ کې بايډن ځان بریالی بولي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، نړۍ دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په اړه د بايډن بې پروایي او ترسره کړی جنایت له خلکو هېر شي.

د هغه په وینا بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي او پلټنې ترې وشي.

تر دې وړاندې نورو رسنیو هم د افغانستان په اړه په ټوله کې د امریکا تګلاره غندلې وه او دغه هېواد یې د افغانانو پر وړاندې د ستر بشري جنایت په ترسره کولو تورن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي