۰

استاد عبدالرب الرسول سیاف او محمد محقق سره لیدلي دي

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۳
پخواني جهادي او دعوت ګوند مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغانستان د خلکو د ګوند له مشر محمد محقق سره لیدلي دي.
استاد عبدالرب الرسول سیاف او محمد محقق سره لیدلي دي
پخواني جهادي او دعوت ګوند مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغانستان د خلکو د ګوند له مشر محمد محقق سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي سیاف او محقق لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه ترکیه کې شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

محمد محقق د دغه لیدنې یوازې انځور پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې چې د کابل د سقوط څخه دوه ورځې وړاندې استاد سیاف هند ته او محقق پاکستان ته ولاړ چې له هغو ځایو بیا دواړه تریکې ته تللي دي.

د استاد سیاف او محقق لیدنه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د احمد مسعود او پخواني قوماندان اسماعیل خان سره په تهران کې لیدلي دي.

اسلامي امارت د دغه لیدنې پخلی کړی، خو د خبرو جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.

له دغه لیدونو کتنو داسې پرېښي چې ګڼې د سیاسي جوړجاړي په تړاو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي