۰

۳۲ میلیون ډالره نغدي مرسته افغانستان ته رسېدلې ده

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۱
د افغانستان مرکزي بانک ویلي، د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته کابل ته رارسېدلې ده.
۳۲ میلیون ډالره نغدي مرسته افغانستان ته رسېدلې ده
د افغانستان مرکزي بانک ویلي، د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته کابل ته رارسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بانک ویلي، دغه نغدي مرسته پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه د دوی تر څار لاندې د کابل هوایي ډګر څخه د افغانستان نړیوال بانک ته رسول شوې ده.

بانک زیاتوي، دغه مرسته د ملګرو ملتونو له لوري د بشري وضعیت ښه والي په موخه له افغانستان سره شوې ده.

د افغانستان بانک زیاته کړې، ملګرو ملتونو وړاندې تر دې هم له افغانستان سره ۱۰۲ میلیونه امریکایي ډالر نغدي مرسته کړې ده.

یاد بانک وايي، دوی د هر هغه بشردوستانه اقدام هرکلی کوي چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او له اړمنو سره د مرستې لامل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي