۰
د تاجکستان ولسمشر:

افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۲
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ټولییز امنیت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي.
افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ټولییز امنیت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان سره پر پوله باید کلک امنیتي کمربند جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې چې پرون دوشنبې د زمري ۲۰ مه د قزاقستان د ستونزې په اړه جوړه شوې وه، په کې د مرکزي اسیا هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښوده ده.

په دغه غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان و ویل، باید له افغانستان سره پر پوله یو پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي.

نوموړي ادعا کړې، چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت کوي، چې د جمعي امنیت غړو هېوادونو ته خطر جوړولی شي.

دی وايي، د روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون باید له افغانستان سره پر پوله پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا و لري.

امام علي داسې مهال د پیاوړي امنیتي کمربند خبره کوي، چې همدا اوس هم سلګونه روسي او تاجکستاني سرتېري له افغانستان سره پر پوله په روسي نظامي اډو کې فعالیت کوي او وایي د خپل امنیت د تامین لپاره به هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي