۰
ایران:

امریکا هڅه کوله د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ ستونزې جوړې کړي

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۹
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، امریکا تل هڅه کوله، چې د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ یې ستونزې جوړې او واټن رامنځ ته کړي.
امریکا هڅه کوله د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ ستونزې جوړې کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، امریکا تل هڅه کوله، چې د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ یې ستونزې جوړې او واټن رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبداللهیان دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په تهران کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې امریکا تل هڅه کوله، چې د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ یې ستونزې جوړې کړي، خو په دې چاره کې بریالۍ نه شوه.

هغه ویلي« د امریکا یو سیاست دا و، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ واټن ډېر کړي، خو په دې چاره کې بریالي نه شول.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اوس د دې وخت دی چې له افغانستان سره د ټولې سیمې د هېوادونو اړیکې پراخې شي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت نوموړي یو ځل بیا پر امریکا غږ کړي، چې افغانستان کې له خپلو ناکامو تجربو درس واخلي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې دې له مداخلې کولو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي