د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت پلاوي د ایران پلازمېنه تهران کې د اسماعیل خان او احمد مسعود سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړل شو، چې هغوی کولی شي له تشویش پرته وطن ته راشي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت کوښښ کوي چي د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهېچا ته د مخالفت دلیل پاتي نه شي.
نوموړي د امارت د پلاوي او اسماعیل خان او احمد مسعود د لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت پلاوی وړمه ورځ تهران ته تللی و او هلته یې د ایراني چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه اړیکو او د ګډوالو پر ستونزې خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل