۰
ناتایید شوي راپورونه:

اسلامي امارت د اسماعیل خان وراره په ایران کې د افغانستان سفیر ټاکلی وو

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
په خواله رسنیو یو مکتوب ښکته پورته کېږي، چې ګڼې د افغانستان اسلامي امارت د جمعیت ګوند د پخواني قوماندان اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر ټاکل دی.
اسلامي امارت د اسماعیل خان وراره په ایران کې د افغانستان سفیر ټاکلی وو
په خواله رسنیو یو مکتوب ښکته پورته کېږي، چې ګڼې د افغانستان اسلامي امارت د جمعیت ګوند د پخواني قوماندان اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر ټاکل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مکتوب کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي لاسلیک هم په کې ښکاري ویل شوي، چې تهران کې د افغانستان د مخکني سفیر عبدالغفور لېوال له ګوښه کېدو وروسته عبدالقیوم سلیماني د سفارت د وزیر مختار په توګه ټاکل شوی دی.

ویل کېږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه مکتوب د لیندۍ په ۲۲ مه نېټه وروسته له هغې لېږلی، چې تهران کې افغان سفیر ښاغلي لېوال له خپلې دندې لاس په سر شو.

هغه مهال عبدلقیوم سلیماني د سفیر مرستیال و، چې له مکتوب وروسته یې د سفارت سرپرستي پر غاړه واخیسته.

د دې تر څنګ داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې ګڼې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ایران ته د سفر په ترڅ کې د اسماعیل خان سره هم لیدلي او هغه ته یې د رییس الوزار پیغام هم رسولی دی.

سرچینې وايي، اسلامي امارت له اسماعیل خان څخه غوښتي، چې په حکومت کې یې ګډون وکړي، خو ویل کېږي اسماعیل خان په دې اړه تر راتلونکې پسرلي پورې ترې وخت غوښتی دی.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، اسماعیل خان په نوي حکومت کې د خپلو له شلو زیاتو کسانو نومونه هم امارت ته ورکړي، تر څو یې په حکومت کې په دندو وګماري.

خو اسلامي امارت تر اوسه د دغه مکتوب په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسماعیل خان سره یې د ښاغلي متقي د لیدنې راپورونه په کلکه رد کړي دي.

ولې ایران بیا دا راپورونه رد کړي، چې ګڼې دوی په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي