د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له طالبانو غوښتي، چې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه د نړیوالو فشارونو ته تسلیم نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار په یوه تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې په دې برخه کې ټول هېوادونه خپل موخې لري او ورته غاړه ايښودل به یې د طالبانو له لوري د ځان او هېواد بې عزته کول وي.
ښاغلي حکمتيار دغه راز له طالبانو غوښتي، چې د هغو سياسي څېرو نومونه په بشپړه توګه افشا کړي، چې بهرني هېوادونه يې له دوی څخه په حکومت کې د ګومارلو تمه لري.
د حزب اسلامي مشر د جمهوري نظام د کمزورۍ او حتا سقوط يو دليل د پرديو په اشاره د حکومتي څوکيو وېش ګڼلی دی.
نوموړي ویلي، د جمهوریت ټول وزارتونه او ادارې د بهرنيو هېوادونو د نفوذي کسانو تر منځ وېشل شوې وې او هر وزارت او حکومت د ځان لپاره جلا حکومت رامنځته کړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل