۰

کابل او تهران د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه او کډوالو چارو خبرې اترې کړې دي.
کابل او تهران د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزه او کډوالو چارو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی متقي چې وړمه ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و د نورو ایران چارواکو تر څنګ د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دی.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې شوې او متقي ویلي، افغانستان په سیمه کې د اتصال او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو په لټه کې دی او غواړي له ایران سره هم پراخې اقتصادي اړیکې ولري.

په دې لیدنه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، مرزي بازارونو، ترانزیت او چابهار بندر په اړه هم خبرې شوې دي.

ښاغلی متقي ویلي، ایران کولی شي د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره وصل شي او افغان لوری دا زمینه ورته برابروي.

په ورته وخت کې ایراني لوري هم ویلي چې د اړیکو د پراختیا او همکاریو لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي