۰

هند او ایران د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو جي شنکر او امیرعبداللهیان د افغانستان په اړه خبرې اترې او له دغه هېواد سره یې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
هند او ایران د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي
د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو جي شنکر او امیرعبداللهیان د افغانستان په اړه خبرې اترې او له دغه هېواد سره یې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې عبداللهیان ویلي، که چېرته هند له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پلان لري نو ایران تیار دی چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

د عبداللهیان په خبره ایران له هند سره مرسته کوي چې د درملو او غنمو په څېر خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي او په چابهار بندر کې د دې چارې زمینه ورته برابروي.

ایران داسې مهال دغه ژمنه کوي چې له څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم د پاکستان له لوري درول شوي او افغانستان ته د وړلو اجازه نه ورکوي.

په دغه خبرو کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر جي شنکر جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي