راپورونه وايي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د جمعیت ګوند له پخواني قوماندان اسماعیل خان سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، د ښاغلي متقي او اسماعیل خان دغه لیدنه د ایران د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب به پټه تهران کې شوې ده.
د روسیې سپوتنیک خبري آژانس تهران کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، دې مذاکراتو کې متقي د خپل رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخند پيغام له اسماعيل خان سره شريک کړی او ترې غوښتي يې دي چې د طالبانو په حکومت کې ونډه واخلي.
سرچینې زیاته کړې، چې اسماعيل خان د دې بلنې د منلو لپاره د راتلونکي وري مياشتې تر نيمايي پورې مهلت غوښتی.
د طالبانو په ګډون اسماعيل خان او دغه راز د ایران حکومت د دغو ادعا شويو مذاکراتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي پرون د يوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر لاړ.
جمهورخبري آژانس:کابل