۰

اندونیزیا له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۳
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته یې د خوراکي توکو مرسته لېږلې ده.
اندونیزیا له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته یې د خوراکي توکو مرسته لېږلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرستې نن یکشنبې د زمري ۱۹ مه کابل ته استول شوې او ډېر ژر به ورسېږي.

اندونیزیا وايي، د خوراکي توکو دا مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې پر اړمنو افغانانو و وېشل شي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی به په روان سخت ژمي کې د افغانستان خلک هېر نه کړي او هڅه یې دا ده چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوي ته راودانګي.

په ورته وخت کې اندونیزیا په نورو هېوادونو هم غږ کړی، چې په روان یخ ژمي کې د اړمنو افغانانو سره عاجلې مرستې وکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي