د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستاني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او ټينګښت ټینګار کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي پرون شنبې د مرغومي ۱۸ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وفا حاجیوف سره کابل کې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ترکمنستان ویلي دوی په افغانستان کې له سراسري امنیت خوښ دي او تمه لري چې وضعیت تر دې هم ښه شي.
دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرېږي.
په دې لیدنه کې همدا راز پر مشترکو پروژو او نورو اړوندو مسایلو هم خبرې شوې دي. دغه ترکمنستاني پلاوي تېره ورځ د نوي حکومت له نورو چارواکو سره هم کتلي وو او په دې لیدنه کې تر ډېره د ټاپي پروژې په اړه خبرې شوې وې.
د سرچینې په وینا ترکمنستان په دې باور دی چې اوس د ټاپي پروژې عملي کولو ته زمینه برابره ده او باید چارې یې پيل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل