۰

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي

یکشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له ترکمنستاني چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا او دغه راز د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړي دي.
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له ترکمنستاني چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا او دغه راز د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون شنبې د زمري ۱۸ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وفا حاجیوف او ورسره پلاوي سره وکتل.

سرچینه وايي، د یادې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز ویل شوي چې په دې لیدنه کې د سیمه ییزو پروژو په تړاو خبرې شوې دي او ځانګړې توګه په افغانستان کې د ټاپي پروژې پر بیا پیل ټینګار شوی دی.

د یادونې ده چې ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې ده خو په افغانستان کې یې عملي چارې د امنیتي وضعیت خرابوالې له امله ځنډېدلې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي