امریکايي سناتورانو د ۲۰ زره افغان کمانډویانو د ایستلو غوښتنه کړې ده

18 جدی 1400 ساعت 8:31

فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې ګڼ شمېر امریکايي سناتورانو له خپل حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې پاتې ۲۰ زره افغان کمانډویان راوباسي.


فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې ګڼ شمېر امریکايي سناتورانو له خپل حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې پاتې ۲۰ زره افغان کمانډویان راوباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، سناتورانو په ټینګار سره د جوبایډن له ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د پاتې شاوخوا شل زرو هغو افغان کومانډویانو ژوند وژغوري چې هره ورځ یې د وژل کېدو او ورکېدو ګواښ موجود دی.

په راپور کې ویل شوي، له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هغه ۲۰ زره افغان کومانډویان چې افغانستان کې یې له امریکا سره همکاري کوله، پاتې دي.

راپور کې زیاته شوې، سره له دې چې د بایډن دولت ادعا کړې، چې ۱۲۰ زره افغانان یې ایستلي دي، خو د ورځپانې په خبره ډېری ایستل شوي کسان ژباړونکي او د هغوی کورنۍ نه وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146510

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146510/

جمهور
  https://www.jomhornews.com