د پاکستان د پوځ ویاند:

د اغزن تار غځولو ته دوام ورکوو، ځکه وینه مو پرې ورکړې

16 جدی 1400 ساعت 10:54

د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، دوی به پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو ته ادامه ورکوي، ځکه په وینا یې په دغه مو وینه ورکړې ده.


د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، دوی به پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو ته ادامه ورکوي، ځکه په وینا یې په دغه مو وینه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افتخار په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د دغه اغزن سیم د غځولو چارې ۹۴ سلنه چارې بشپړې شوې او د نورو لپاره هم کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې سیم له تېرولو موخه د ولسونو بېلتون نه دی بلکې موخه یې د ولسونو خوندي کول دي.

خو بل لور ته افغانان پر دغه فرضي کرښه د اغزن تار غځول نه غواړي وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې وروڼه قومونه سره جلا او د افغانستان خاوره قبضه کړي.

په تازه څرګندونو کې اسلامي امارت ویلي، چې د فرضي کرښې په اړه پرېکړه کول د ولسونو کار دی او دوی د د ولسونو له غوښتنې او حقونو دفاع کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي، چې دوی پوهېږي په څه ډول له خپلې خاورې دفاع وکړي.

هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،هغوی چې د غرب د ۴۰ بیرغونو لاندې یې ځان آزاد او د افغانستان پولې خوندي ګڼلې اوس دې د ګاونډیانو له احتمالي له غلبې په وېره کې دي. 

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې«دغه کسان دې اندېښنه نه کوي، ځکه هغو چا چې هېواد ته د ۴۰ هېوادونو له تسلت او سیطرې نجات ورکړ، ښه پوهېږي، چې څه ډول د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع وکړي.»

د یادونې ده، چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستی کې یو ځل بیا پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځول پیل کړي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او د هغوی تار یې ورټول کړی دی.

د اسلامي امارت سیمه ییزه ځواکونو په نیمروز او ننګرهار کې د پاکستان اغزن تار ورټول کړ او کوت څنډنه یې ورته وکړه، چې د دغه کار اجازه به نوره ورنه کړي.

په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزې له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

خو دفاع وزرات خبرداری ورکړی که پاکستاني ملیشې افغان خاورې ته را اوړي نو افغان امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې د هر اړخیز اقدام حق لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com