د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل او خوست ولایت کې د انسان تښوونکو دوه ډلې نیولې او یو تن یې ترې ژغورلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو کابل کې ۷ تنه انسان تښتونکي نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، دغو انسان تښتوونکو یو سړی چې څه موده مخکې یې تښتولی و د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند خیرخانه سیمه کې په یوه کور ساته چې د عملیاتو پر مهال تښتول شوی کس هم د دوی له منګولو وژغورل شو.
په اعلامیه کې ویل شوي، انسان تښتوونکو د یاد تښتول شوي کس له کورنۍ څخه د ۴ لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
نیول شویو کسانو د انسان تښتونې په څو پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
په ورته وخت اسلامي امارت په خوست کې هم د انسان تښتوونکو د یوې ۷ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، طالبانو د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د مشهور انسان تښتوونکي مجاهد په ګډون اووه انسان تښتوونکي نیولي دي.
د دغو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل