تېر میلادي کال یو میلیون وګړي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

13 جدی 1400 ساعت 8:20

د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا آی او اېم په تازه راپور کې ویلي، چې تېر میلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون زیات کډوال بېرته ستانه شوي دي.


د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا آی او اېم په تازه راپور کې ویلي، چې تېر میلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون زیات کډوال بېرته ستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې شمېر یې یو میلیون او یو سل پنځوس زره تنو ته رسېږي.

په معلوماتو کې ویل شوي، ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او یو سل او اووه ویشت زره یې له ایران او پاتې یې له پاکستان راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې همدا راز ویلي چې په کور د ننه هم د جګړو له امله شاوخوا ۶۵۰ زره افغانان بېځایه شوي دي چې ډېری یې دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دي او پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com