د نورین تلوېزیون څښن د طالبانو له لوري خوشی شو

8 جدی 1400 ساعت 9:29

په افغانستان کې پر رسنیو د څارنې خپلواک افغان مرکز ویلي، طالبانو د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري خوشې کړ.


په افغانستان کې پر رسنیو د څارنې خپلواک افغان مرکز ویلي، طالبانو د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري خوشې کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوري پرون سه شنبې د مرغومي ۶ مه له دوه ورځې بند وروسته خوشی شوی دی.

نوموړی د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په کارته پروان سیمه کې له خپل کور څخه طالبانو بېولی وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکي ویلي و، چې د نوري نیول کېدل د هغه له رسنیز فعالیت سره اړیکه نه لري.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې طالبانو نوري په کوم تور نیولی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com