اسلامي امارت پر بهرنیو اسعارو د معاملو د مخنیوي لپاره ځانګړې ډلې ګماري

7 جدی 1400 ساعت 13:19

د افغانستان اسلامي امارت کابینې په تازه پرېکړه کې یو ځل بیا ویلي، له دې وروسته هېڅوک پر بهرنیو اسعارو معامله نه شي کولی.


د افغانستان اسلامي امارت کابینې په تازه پرېکړه کې یو ځل بیا ویلي، له دې وروسته هېڅوک پر بهرنیو اسعارو معامله نه شي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابینې خبردارۍ ورکړی، چې که چېرته څوک پر بهرنیو اسعارو پر معامله ونیول شي نو سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

کابینې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د ټول هېواد په کچه پر بهرنیو اسعارو د معاملاتو مخنیوي لپاره ځانګړې ډلې جوړې او وګماري.

دغه راز پرېکړه شوې ده چې د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې دې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څیړنیز مرکز تر نامه لاندې ځانګړې اداره جوړیږي، چې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو د څېړنې دنده به پر غاړه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com