۰

د امربالمعروف وزارت د شخصي تلېفونو پلټل منع اعلان کړل

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۷
د افغانستان د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت خپلو افرادو ته اعلان وکړ، چې وروسته له دې د خلکو شخصي موبایلونه ونه پلټي.
د امربالمعروف وزارت د شخصي تلېفونو پلټل منع اعلان کړل
د افغانستان د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت خپلو افرادو ته اعلان وکړ، چې وروسته له دې د خلکو شخصي موبایلونه ونه پلټي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې موبایل یا تلېفون شخصي وسیله ده او د یوه چا د موبایل پلټل د یوه کس د شخصي حریم نقض دی.

په اعلامیه کې طالبانو ته په ټینګار سره سپارښتنه شوې، چې هېڅ څوک حق نه لري، چې د چا تلېفون چک کړي، جېبونه یې تلاشي کړي او یا یې هم شخصي حریم ته ننوځي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ټولنې د اصلاح لپاره اړینه ده، چې لومړی سړی خپل ځان اصلاح کړي او په وینا یې اسلامي امارت د خپلو مجاهدینو اصلاح ته ژمن دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي