د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش خرسان څانګې مشر شهاب المهاجر د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون سه شنبې د لیندۍ ۳۰ مه د ترهګرو ډلو په اړه غونډه درلوده.
یادې شورا په دغه غونډه کې د داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر باندې مشهور دی، د بندیزونو په لېست کې واچاوه.
یادې شورا پرېکړه کړې، چې المهاجر نه چېرته سفر کولی شي، نه وسلې تر لاسه کولی شي او دغه راز شتمنۍ به یې کنګل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم ثناالله غفاري او د داعش درې نور لوړ پوړي غړي د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي وو.
د معلوماتو پر اساس ثناالله غفاري یا شهاب المهاجر له ۲۰۲۰ کال راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې مشري پر غاړه اخیستې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل