سیمه ییز چارواکي او سرچینې وايي، کندوز ولایت کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا د چړو په ګذارونو وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۳۰ مه) د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
وژل شوی قومي مشر ښایسته محمد توتاخېل نومېږي چې د خپلوانو په وینا یې تېره شپه د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.
دوی وايي، له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او د دې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړې د څلور ماشومانو پلار وو.
دکندوز سیمه ییز چارواکي دغه پيښه تائیدوی او زیاتوې، چې اړوند امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل