ملګري ملتونه د خپل امنیت لپاره اسلامي امارت ته ۶ میلیون ډالر ورکوي

1 جدی 1400 ساعت 9:49

رویټرز خبري آژانس هغه سند افشا کړی، چې له مخې یې ملګري ملتونه د خپل امنیت د تامین لپاره د طالبانو نوي حکومت ته ۶ میلیون امریکايي ډالر ورکوي.


رویټرز خبري آژانس هغه سند افشا کړی، چې له مخې یې ملګري ملتونه د خپل امنیت د تامین لپاره د طالبانو نوي حکومت ته ۶ میلیون امریکايي ډالر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرچینو یاد آژانس ته د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پیسې د یوه کلن امنیت لپاره طالبانو ته ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو دغه سرچینو زیاته کړې، چې ملګري ملتونه په نا امنه سیمو کې د خپل امنیت د تامین په خاطر دغه کار کوي.

یو شمېر نړیوالو څېړونکو بیا رویټرز ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو په تور نوملړ کې د شاملو طالب مشرانو ادارې ته پیسې ورکول، هغه هم د ملګرو ملتونو له لوري د پوښتنې وړ موضوع او د دغه نړیوال سازمان د اصولو خلاف دي.

طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145946

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145946/

جمهور
  https://www.jomhornews.com