د سعودي عربستان حکومت د هغو افغان مسافرو د اقامې نېټې د غځولو پرېکړه کړې، چې تر وروستیو تحولاتو وروسته افغانستان کې بند پاتې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د سعودي سفیر الاسناد مشعل الشمري د کنسولي چارو له رییس مولوي محمد شفیق خطیب سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی په سیستماتیک ډول کابل کې د ایسارو افغان مسافرو لپاره د اقامې نېټې غزوي.
نوموړي زیاته کړې ده، تر څو چې د افغانستان وضیعت عادي حالت ته نه وي ګرځېدلی او د کرونا وبا نه وي ختمه شوې هېڅ افغان مسافر ته د اقامې ختمېدو خطر نشته دی.
د هغه په وینا د افغانستان عامې روغتیا وزارت دې د بهرنیوچارو وزارت په منځګړیتوب د عربستان د بهرنیوچارو وزارت ته یو مکتوب ولېږي، څو په کابل کې د بند پاتې افغان مسافرو د کرونا واکسین کارتونه تایید کړي، چې ورسته بیا په درېیم هېواد کې له ۱۴ورځو قرنطین خلاص او د انتقال بهیر یې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل