د سعودي عربستان رسمي سرچینې وايي، په بشري مرستو بار دوه الوتکې یې کابل ته لېږدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه الوتکې پرون د کابل په لور الوت کړي او ۶۵ ټنه بشري مرستې په کې بار وې.
د سعودي چارواکو په وینا یادې مرستې د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري افغانانو ته استول شوې ده.
د یادونې ده، چې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم په څلورو الوتکو کې خوراکي مواد او خیمې افغانستان ته لېږلې وې.
د دغه هېواد د چارواکو په وینا له پرونۍ مرستې سره یې تراوسه پورې افغانستان ته ټولټال ۱۹۷ ټنه مرسته لېږلې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل