په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، دغه غونډه په نوي ډهلي کې د هند په کوربتو جوړېږي.
غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.
هندي رسنۍ وايي، په غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پلېدونکې ده.
د غونډې اجنډا د افغانستان پر روان وضعیت او ورسره په بشردوستانه مرستو بحث کول دي.
امریکا د دغه غونډې هرکلی کړی وايي، د دوی استازی به هم په کې ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل