ازبکستان د مزارشریف هوايي ډګر د ترمیم چارې پیلوي

27 قوس 1400 ساعت 9:58

د ازبکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره دغه ښار ته رسېدلې ده.


د ازبکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره دغه ښار ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف ویلي، د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان دوه زره دوه ویشتم کال په لومړیو کې خپل کار بشپړ کړي.

د یادونې ده، ازبکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره هم دا منلې ده چې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په تېرې یوې اوونۍ کې نژدې سل ټنه بشری مرستې په ترمز کې یوه لوژستیکي مرکز ته انتقال کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com