اروپايي ټولنه: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي

23 قوس 1400 ساعت 12:19

اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې په روان اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي، چې اکثریت افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې په روان اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي، چې اکثریت افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان وضعیت ترینګلی دی او دلته خلک لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

بورل پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او دوی له دې احتمالي ګواښونو څخه د خپلو مرستو په ډېرولو وژغوري.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل ټینګار کړی، چې دوی په خپل وار له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

نوموړی دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په افغانستان کې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې او له بلې خوا د افغانۍ د ارزښت په غورځېدو سره د خوراکي توکو بیې دوه چنده لوړې شوې دي.

ملګرو ملتونو په څو پرلپسې راپورونو کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۴ میلیون پورې کسان د لوږې سره مخ دي او که په وخت مرستې ورسره ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com