کاناډا هم په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

20 قوس 1400 ساعت 12:19

ځینو بهرنیو رسنیو راپور رکړی، چې کاناډا هم غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړي.


ځینو بهرنیو رسنیو راپور رکړی، چې کاناډا هم غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، کاناډا غواړي د خپل سفارت قونسلي برخه فعاله کړي.

کاناډايي چارواکو ویلي، د سفارت امنیت به د دوی ځانګړي ځواکونه ساتي او ځینې نور هېوادونه هم غواړي له ورته تکنیک په استفادې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

تر دې وړاندې سعودي عربستان، اندونیزیا، هند او ځينو نورو هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستلو ژمنه کړې وه.

رسنیو دا  هم ویلي چې په ډېری هېوادونه غواړي د اروپايي تولنې د یوه ځانګړي دفتر له لارې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وپالي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 145557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com