کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند تر منځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبیکستان کې د کام ایر شرکت دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په اوونۍ کې دوه الوتنې به له کابله - تاشکند ته او له تاشکنده - کابل ته کېږي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د دې الوتنو لپاره د شنبې او سې شنبې ورځې په پام کې نیول شوي دي.
د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې هم کام ایر تاشکند ته په اوونۍ کې دوه الوتنې درلودې.
جمهورخبري آژانس:کابل