کاملوف: پر افغانستان باید اقتصادی فشارونه پای ته ورسول شي

18 قوس 1400 ساعت 9:26

ازبکستان د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او پر دغه هېواد یې د اقتصادي فشارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.


ازبکستان د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او پر دغه هېواد یې د اقتصادي فشارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په یوه خبري غونډه کې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.

ښاغلي کاملوف ویلي، په افغانستان کې د دې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلي او یا د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

نوموړي ویلي وو، چې په افغانستان کې ټولې ستونزې پر دغه هېواد د لګول شویو اقتصادي فشارونو له امله رامنځ ته شوې او د دې جدي اړتیا ده، چې دغه فشارونه باید ختم کړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، افغانستان پراخو بشري خو تر ټولو مهم سترو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري څو وکړی شي رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړي.

دی ټینګار کوي، چې که اقتصادي فشارونه دوام کوي نو نړیوال دې له دغه هېواد د کډوالو ورتلونکو څپو ته په تمه وي، چې د سترو ستونزو او ناورینونو سبب به شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145479

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com