پي بي اېس:

که افغانستان کې د لوږې مخنیوی ونه شي، تلفات به یې تر ۲۰ کنلې جکړې ډېر وي

18 قوس 1400 ساعت 9:18

پي بي اېس رسنۍ په یوه راپور کې د افغانستان پر اوسني وضعیت په ځانګړې ډول پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، د میلیونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دي.


پي بي اېس رسنۍ په یوه راپور کې د افغانستان پر اوسني وضعیت په ځانګړې ډول پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، د میلیونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاته کړې، چې همدا اوس میلیونونه افغانان له لوږې، بې وزلۍ او بلې کارۍ سره مخ دي په داسې حال کې، چې سخت ژمۍ پرې را روان دی او ژوند به یې نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

سرچینه زیاتوي، کابو یو میلیون افغان ماشومان له لوږې او سختې خوراځواکۍ سره مخ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د ماشومانو تر څنګ به لویانو ته هم سخت زیان ورسېږي.

پي بي اېس په دې راپور کې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړي، چې که له افغانستان سره پر وخت مرستې ونه شي، ښايي د لوږې او روان وضعیت انساني تلفات تر ۲۰ کلنې جګړې ډېر شي.

راپور کې د چارو پوهانو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې روان وضعیت مدیریت کړي، اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي او دغه هېواد له روان بشري ناورین وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com