راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت پتیلې، چې د یوه بې طرفه پلاوي پر مټ په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت و ارزوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګونو سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه وزارت د دې کار لپاره یو بې طرفه پلاوی هم ګمارلی او دغه پلاوی به د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.
سرچینې ویلي، تر ټولو ډېر تمرکز به د تخلیې ماموریت پر څرنګوالي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرېس غړو هم د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي.
د امریکا د کانګرېس غړو دا خبرداری هم ورکړی، چې په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به ارو مرو خپله سزا ویني.
جمهورخبري آژانس:کابل