د افغانستان د اسلامي امارت د رییس اوزرا مرسیتال ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي په دغه لیدنه کې د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي.
ښاغلي حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې.
مېرمن لاینز د افغانانو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل