۰
د بحران نړیواله ډله:

د افغانستان کنګل شوې پیسې ورپرېږدۍ، زیان یې عام وګړي ګالي

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۱
د بحران نړیوالې ډلې پر امریکا او نړیوال بانک غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې ورپېرېږدي، ځکه په وینا اقتصادي بندیزیونه پر طالبانو نه بلکې پر عامو افغانانو اغېز شیندي.
د افغانستان کنګل شوې پیسې ورپرېږدۍ، زیان یې عام وګړي ګالي
د بحران نړیوالې ډلې پر امریکا او نړیوال بانک غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې ورپېرېږدي، ځکه په وینا اقتصادي بندیزیونه پر طالبانو نه بلکې پر عامو افغانانو اغېز شیندي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې خبرداری ورکړی، چې که پیسې خوشې نه شي او له افغانستان سره مرستې ونه شي، لرې نه ده، چې اقتصاد یې سقوط او خلک یې له ناورین سره مخ شي.

د بحران نړیوالې ډلې د پرون دوشنبې لیندۍ ۱۴ مې په تازه راپور کې ویل شوي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ځینې هېوادونو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي، مرستې یې پرې بندې کړي او یوازې په محدوده پیمانه بشري مرستې ورکوي.

سرچینې زیاته کړې له امله امله د دولت کارکوونکي معاش نه ترلاسه کوي، لومړني خدمات په ټپه درېدلي او مالي سیکتور فلج شوی دی.

د بحران نړیواله ډله زیاتوي، داسې نه ښکاري چې مالي جزاوې او بندیزونه به د طالبانو اعمال بدل کړي، خو د دغه هېواد زیانګالي او بېوزله خلک کړوي.

په دې ۴۸ مخیز راپور کې، چې سرلیک یې «تر بیړنۍ مرستې ورهاخوا، د افغانستان بشري ناورین راغلي دی، دا خبرداری هم ورکړی، چې د هغو افغانانو چې له خپل هېواده تښتي، د شمېر زیاتېدا د مهاجرت یو بل بحران زېږولی شي.

په دې راپور کې ویل شوي، د دولت سقوط به د لوېدیځو هېوادونو، چې له وړاندې لا د ځواکونو د ایستلو په خاطر د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورن دي، پر شهرت یو تور داغ پورې کړي.

د بحران نړیواله ډله افغانستان ته یوازې د بشري مرستو لېږل کافي نه بولي وايي، افغانستان هغه هېواد دی چې له څه باندې ۴ لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.

دا ډله وايي، لوېدیځ هیوادونه د بشري مرستو پر ځای باید د افغانستان له دولتي ادارو سره مرسته وکړي او هغه د دې جوګه کړي چې ضروري خدمات وړاندې کړای شي.

د بحران د نړیواله ډله زیاتوي، د افغانستان اکثره دولتي روغتونونه درمل او لومړني مواد نه لري، د ښوونځیو ښوونکو ته د څو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی او د هېواد کمزوری بانکي سیستم د چلېدو لپاره په کافي اندازه نغدې پیسې نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي