۰

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر پورته کېدل، یو ډالر ۱۰۲ افغانیو ته رسېدلی

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۴
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ټول ښکته شوی او نن یو ډالر د ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده.
د افغانۍ پر وړاندې د ډالر پورته کېدل، یو ډالر ۱۰۲ افغانیو ته رسېدلی
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ټول ښکته شوی او نن یو ډالر د ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شهزاد سرای د معلوماتو پر اساس نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه یو امریکایي ډالر د ۱۰۲ افغانیو سره تبادله کېده.

د شهزاده سرای د معلوماتو پر اساس د ډالر د پورته کېدو لامل د افغانستان په بانکونو کې د پیسو نشتوالۍ او د عام خلکو له خوا د ډالرو د پېر زیاته تقاظا ده.

سرچینه زیاتوي، چې وړاندې به اوونۍ کې د افغانستان بانک له خوا له ۷۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې بازار ته وړاندې کېدل خو اوس نشته.
 
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مطبوعاتي دفتر وايي، هېواد ډالرو ته زیاته اړتیا لري، ځکه موږ یو مصرفي هیواد یو او باید داسې یوه منبع پیدا شي چې دغه اړتیا پوره کړي، ځکه یوازې څو صرافان نشي کولای چې د اسعار بازار کنټرول کړي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په وړاندې نوره هم ټيټه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي