۰

مولوي امان الدین منصور د هوايي ځواک عمومي قوماندان وټاکل شو

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۶
د اسلامي امارت له خوا مولوي امان الدین منصور د افغانستان د هوایي ځواک د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.
مولوي امان الدین منصور د هوايي ځواک عمومي قوماندان وټاکل شو
د اسلامي امارت له خوا مولوي امان الدین منصور د افغانستان د هوایي ځواک د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د دفاع وزارت د لوی درستیز د مشر قاري فصیح الدین فطرت له خوا معرفي کړل شو.

ښاغلي فطرت د هوايي قوا د عمومي قوماندان په معرفت غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغان پیلوټانو او د هوايي ځواکونو له عملې وغوښتل چې خپل هېواد ته راشي.

د پوځ مشر ټینګار وکړ، چې دغه کسان دې بېرته خپلو کورونو او دندو ته راوګرځي او د نظام په جوړلو کې د ونډه واخلي.
 
لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ټینګار وکړ، چې د هېواد وتلو د افغان هوايي ځواکونو مخکنیو کارکوونکو ته هېڅ خطر نشته او په وينا يې اسلامي امارت يې د ژوند او مال ساتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي