۰
امریکايي سناتوران:

افغانستان کې ماتې او رسوايي باید د امریکا لپاره یو درس وي

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
امریکايي سناتوران وایي، په افغانستان کې ماتې او رسوايي باید د امریکا لپاره یو درس وي او هغه تېروتنې په نښه شي چې د ماتې لامل شوې دي.
افغانستان کې ماتې او رسوايي باید د امریکا لپاره یو درس وي
امریکايي سناتوران وایي، په افغانستان کې ماتې او رسوايي باید د امریکا لپاره یو درس وي او هغه تېروتنې په نښه شي چې د ماتې لامل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی زیاته کړې، چې یوه ځانګړې او ستره کمېټه به په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماتې په اړه پلټنې پیلوي.

سرچینه زیاتوي، په دې ماموریت کې ډېر درسونه دي چې باید واخیستل شي او د امریکا راتلونکې پالیسي تشکیل کړي.

سناتوران وایي، دا باید واضح شي چې ولې امریکا له دومره امکاناتو سره و نه شوی کړی په افغانستان کې بریالی ماموریت ولري.

امریکايي سناتوران په دې باور دي چې افغانستان کې ماتې او رسوایي باید د امریکا لپاره یو درس وي، داسې تېروتنې چې دا ماموریت یې ناکام کړی، باید په نښه شي او په راتلونکو ماموریتونو کې له دې تجربو ګټه واخیستل شي.

د امریکا کانګریس تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د دواړو ګوندونو د استازو له ګډون د افغانستان د مسئلې د څېړلو لپاره یو پلاوی جوړوي او هغه به دا ماموریت ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي