د افغانستان اسلامي امارت بښنې نړیوال سازمان دغه غوښتنې ته، چې طالبان دې د ښځو چارو وزارت او امن خونې بېرته فعالې کړي غبرګون ښودلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د ښځو پر وړاندې هر ډول ګواښ رد کړی وايي، د ښځو لپاره ټول افغانستان د امن کور دی.
د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وضیت اندېښنه وښوده او ویلي یې و د امن خونو مخکینی کارکوونکې او په کې پناه لرونکې مېرمن له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان ټینګار کړی و، چې طالبانو د واکمنۍ له پیل سره یې زرګونه زندانيان او له هغې ډلې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عاملين هم له زندانونو خوشې کړي.
سرچینې ویلي وو په خوشي شویو زندانیانو کې هغه کسان هم وو، چې د امن خونو د پناه لرونکو ښځو او د هغوی د مدافعینو په فشار بندیان شوي وو.
خو د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د بښنې نړیوال سازمان د دغه غوښتنې په غبرګون کې ویلي، چې دوی ټول افغانستان د ښځو د امن کور ګرځولی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار کړي، چې ښځو ته هېڅ ډول ګواښونه موجود نه دي او دوی دا خبرې په کلکه ردوي.
جمهورخبري آژانس:کابل