۰

ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ پخواني استازي ته ورکړه

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۵
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ یو ځل بیا رسماً د پرځول شوي جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته تصویب کړه.
ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ پخواني استازي ته ورکړه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ یو ځل بیا رسماً د پرځول شوي جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان تېره اونۍ په یاد شوي سازمان کې د طالبانو د استازي منل رسماً رد کړل.

یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي