۰

اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبر ورکړی، چې هېواد به یې ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبر ورکړی، چې هېواد به یې ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالقدیر جیلاني چې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو مسوول دی ویلي، دوی له طالبانو سره رغوونکی تعامل کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد به یې ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي خو په وینا یې تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دغه چارواکي له افغانستان سره بشري مرستې، د ښځو لاسنیوی او د دوی په ګډون نورو افغان محصلانو ته د تعلیمي بورسونو ورکول د اندونیزیایي سفارت د پرانیستل کېدو عمده موخې ګڼلې دي.

اندونیزیا ټینګار کړي، چې طالبان دې یو ټول شموله حکومت رامنځته، د ښځو حقونه تامین او له ترهګرۍ سره مبارزه تضمین کړي.

دغه هېواد یاد شوي موارد د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره عمده شرطونه ګڼلي دي.

د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرسته او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې به د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې غونډه کې زر اعلان کړي.

طالبانو د اندونیزیا دغې اعلامیې ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي