۰

روسیه او هند په کډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۹
راپورونه وایي، ټاکل شوې روسیه او امریکا یو ګډ کنفرانس جوړ کړي، چې په کې به د افغانستان په اړه هم مهمې خبرې وشي.
روسیه او هند په کډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي
راپورونه وایي، ټاکل شوې روسیه او امریکا یو ګډ کنفرانس جوړ کړي، چې په کې به د افغانستان په اړه هم مهمې خبرې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر اوسه د دغه کنفرانس د جوړېدو ځای او نېټه نه دي په ګوته شوي، خو ویل کېږي، چې ګډونوال به یې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران وي.

د دوی د غونډې مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي، ځکه روسیه او هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

ډېره اندېښنه هم د هند ده او هغه له همدې امله غواړي، چې د روسیې سره د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.

پر دې سربېره به غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.

دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي