۰
د بښنې نړیوال سازمان:

طالبان دې امن خونې او د ښځو وزارت بېرته فعال کړي

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې د افغانستان له اسلامي امارت نه غوښتي، چې د ښځو چارو وزارت او امن خونې بېرته فعالې کړي.
طالبان دې امن خونې او د ښځو وزارت بېرته فعال کړي
د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې د افغانستان له اسلامي امارت نه غوښتي، چې د ښځو چارو وزارت او امن خونې بېرته فعالې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو سره افغانستان کې د تاوتریخوالي د متضررو ښځو لپاره د اړینو خدماتو سیستم له منځه تللی دی.

امنېستي انټرنېشنل زیاته کړې، طالبانو د امن خونې بندې کړې او هغه بندیان ‌یې له زیندانو خوشې کړي، چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن وو.

یاد سازمان دغه راپور له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی او ویلي یې دي، چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسؤلان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد  ویلي، په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه ‌یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له ‌منځه تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي