۰

د چین ۵۰۰ ټنه مرسته حیرتان بندر ته رسېدلې ده

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۳
راپورونه وايي، له افغانستان سره د چین د بشري مرستو ۵۰۰ ټنه توکي د هېواد شمال حیرتان بندر ته رسېدلي دي.
د چین ۵۰۰ ټنه مرسته حیرتان بندر ته رسېدلې ده
راپورونه وايي، له افغانستان سره د چین د بشري مرستو ۵۰۰ ټنه توکي د هېواد شمال حیرتان بندر ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه توکو کې خواړه، اغوستونکي او نور لومړني مرستدوینه توکي شامل دي، چې ډېر ژر به له هغه ځایه ولایتونو ته ولېږدول شي.

چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به سلګونه ټنه بشردوستانه مرسته کوي او هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې پر اړمنو وګړو خپلې مرستې ووېشي.

چین تر دې وړاندې هم د کرونا ضد واکسینو، خوراکي توکو او نورو بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او تازه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې پراخېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي