۰

د کرنې پخوانی وزیر عبیدالله رامین ومړ

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۶
د افغانستان د کرنې پخوانی وزیر او د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی.
د کرنې پخوانی وزیر عبیدالله رامین ومړ
د افغانستان د کرنې پخوانی وزیر او د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مرحوم رامین د وفات خبر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو پخواینو سیاسي څېرو تایید کړی دی.

حامد کرزي، ډاکتر سپنتا، عمرزاخېلوال، فوزیه کوفي او نورو ګڼو سیاسیونو د رامین په میړنه خواشني ښودلې او دا یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

دوی په خپلو ټوېټونو کې ویلي، چې رامین د ښو اخلاقو څښتن، وطن ته صادق او د هېواد یو ریښتنی خدمتګار وو چې کړنې یې د ستایلو وړ او نه هېرېدونکي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د رامین ناروغي څه وه خو هغه له ډېره ورخته ناروغ و او په ترکیه کې وفات شوی دی.

عبیدالله په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی او د دغه جرګې د اقتصاد کمېسیون له فعالو او مسلکي غړو څخه وو.

نوموړي تر وکالت وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزیر هم پاتې شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي