۰
امریکا او ۲۰ نور هېوادونه:

د څارونکو بنسټونو راپورونو اندېښمن کړي یو، طالبان دې د عفوې ژمنه عملي کړي

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۴
د امریکا او اروپا په ګډون ۲۰ لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند د خوندیتوب په اړه ژونه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د څارونکو بنسټونو راپورونو اندېښمن کړي یو، طالبان دې د عفوې ژمنه عملي کړي
د امریکا او اروپا په ګډون ۲۰ لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند د خوندیتوب په اړه ژونه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هېوادنو پرون شنبې د لیندۍ ۱۳ مه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی دوی د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړیو د قصدي وژنو او بې درکه کولو راپورونو ژور اندېښمن کړي دي.

دوی په دغه ګډ بیان کې زیاته کړې« موږ پخلی کوو چې ادعا شوي اقدامات د بشري حقونو جدي سرغړونه ده او د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره په ټکر کې دي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند خوندیتوب په اغېزمن ډول یقیني کړي.»

یاد هېوادونه دا اندېښنه پر داسې مهال څرګندوي، چې د بشري حقونو د څار ډلې په وروستیو ورځو کې ویلي، طالبانو د اګست په نیمايي کې له واک ته رسېدو وروسته یوازې د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر سلو ډېر پخواني غړي نیولي، وژلي او تري تم کړي دي.

دغه ډلې په راپور کې ویلي وو، په غزني، کندهار، هلمند او کندوز کې یې د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او ملېشو د څه باندې سلو پخوانیو غړیو د وژل کېدو په اړه کره معلومات ټول کړي دي.

د بشري حقونو څار ډلې د اسیا د برخې مشرې پاتریشیا ګراسمن ویلي وو، د طالب مشرانو د عفوي ژمنې سیمه ییز قوماندانان د پخوانیو افغان امنیتي سرتیرو له وژلو او یا بې درکه کولو څخه نه دي راګرځولي.

نوموړې زیاته کړې وه، چې د دې مسوولیت د طالبانو په غاړه دی چې باید د زیاتو وژنو مخه ونیسي، له مسوولانو سره محاسبه وکړي او د قرباني شوو کسانو کورنیو ته تاوان ورکړي.”

د بشري حقونو د څار پر اساس، طالبانو له هغو دولتي اسنادو څخه، چې له پخواني حکومت څخه ورته پاتې شوي، د کسانو د نیولو او وژلو یا نیولو لپاره کار اخیستی دی.

لوېدیځو هېوادونو په خپل بیان کې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه دې په شفاف ډول پلټنه وشي او له مسوولو کسانو سره دې حساب وشي.

طالبانو تراوسه پورې د لوېدیځو هیوادونو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي