ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د لیندۍ ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په سپین خوړ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدان وايي، د واده د ورا یو موټر غوښتل له بل موټر نه مخکې شي، چې د ونې سره یې ټکر وکړ او پېښه رامنځ ته شوه.
د دوی په وینا په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه د ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل